Banner
09.05.2011 10:10 زما دې څه وکړل چې لاړې/ ټپيزې: حيران

دغسې ښې دي چې يې ګورې کمسۍ پرتې پر اوګو تورې نورې که غوړې وي که سپورې زلفې مې مه پرې کوه مورې په سر پريکړو ونو نه کيني بازونه

07.03.2011 18:53 تازه ټپيزې: حيران

زړه مې بې ننګه اشنا خوښ دی کنګل کنګل ژمی دی يخ دی د زنې خال مې زړه کې ښخ دی د کوټې ور يې مخامخ دی اور يې بليږي ماته خوب کله راځينه

22.02.2011 11:56 نوې ټپيزې: محمدحنيف حيران

رانجه رانجه اوښکې مې لاړې لکه وياله اوښکې مې لاړې پر زنګانه اوښکې مې لاړې په خوب ويده اوښکې مې لاړې د مسافر جانان په سر دې خیر وينه

08.04.2010 11:47 پاس په کمره ولاړه ګله: ټپيزې: حيران

په لمر خاته ولاړه ګله قربان سپېره ولاړه ګله زما پر زړه ولاړه ګله پاس په کمره ولاړه ګله نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه

30.03.2010 19:18 ارمان مې دا دی رانه لاړې: ټپيزې/ حيران

ارمان مې دادی رانه لاړې ولې مې ټينګ په غېږ کې نه نيوې مينه

10.03.2010 04:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

06.02.2010 18:35 ټپيزې: محمد حنيف حيران

28.01.2010 17:40 څانګې راټيټه شه خوله راکه/ ټپيزې/ حيران

څانګې راټيټه شه خوله راکه که زه درپورته شوم راماته به دې کړمه

25.01.2010 19:34 ټپيزې: محمد حنيف حيران

مساپري دې روزي مه شه زه دې په سپينه خوله ويده پرېښې ومه

21.01.2010 10:27 چې چېرې ځې حال راته وايه/ ټپيزې/ م،حنيف حيران

چې چېرې ځې حال راته وايه چې دې خالي دربار ته نه کړم سلامونه

23.09.2009 05:47 د ټپيزو نوې غزېدلې بڼه/ محمدحنيف حيران

اول مې شوق د سبق ډېر و په تا مين شوم اوس سندرې يادومه لکه توتي وړې خبرې يادومه

25.08.2009 07:55 ټپېزې/ درمان

د هجران توره بلا مړه كړې ما له جانانه جدا مه كړې زما د زړه ارمان پوره كړې خاونده سل كاله يې شپه كړې سبا يې مه كړې مسافر لالى مې ځينه

18.07.2009 20:14 ټپه ايزې: نبيله غزل

زړه به مې خپل اوبه اوبه کړم ته چې خفه شې زه به څه کړم زما قسم دی بيا به نه کړم په خوله به جنګ درسره وکړه د بڼو لاندې به زارۍ درته کومه

04.05.2009 12:20 داستا په سترګو کې پېريان دي/ درمان/ ټپيزې

نه خو په ځان نه په جهان دي
ميئن د واړه په آرمان دي
ياره د مخ ليده د ګران دي
دا ستا په سترګو كې پيريان دي
چې په تا راشي غوټې ماته ر

01.05.2009 08:05 چې لو کوې ګوتې به پرې کړې/ ټپيزې/ حيران

هره انجلۍ د وطن زوی کړې
ښه غيرتي يې ته رالوی کړې
په شهامت باندې يې پوی کړې
زلمو سنګر کې وينې توی کړې
پېغلې ړندې کړې چې کونډتوب ن